Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63844
تاریخ انتشار : شنبه 22 چنګاښ 1398 ساعت : 20:23:47

له طالبانو سره له کوم قید اوشرط پرته پر مستقیموخبرو د اشرف غنی ټینګار

اشرف غنی له طالبانو ډلې سره په جنګ کې د افغان پوځیانو په زیاتو مرګ ژوبلو اندیښنې څرګنده کړې او وئیلی ئې دی، دافغان پوځیانو دمرګ ژوبلو زیاتیدا په دې معنا ده چې په افغانستان کې جنګ ډیر لګښت لری،پر دې اساس،حکومت له طالبانو سره باید یوه تفاهم ته ورسیږی.

د افغانستان ولسمشر له کوم قید او شرط پرته له طالبانو ډلې سره ددغه هیواد د حکومت دنیغ په نیغه خبرواترو پر ضرورت ټینګار وکړ.

 محمد اشرف غنی په کابل کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی، ددې لباره چې دطالبانو ډلې او دکابل حکومت ترمینځ نیغ په نیغه خبرې اترې پیل شی، هغه درست وارمخکې شرطونه چې مخکې ئې ټاکلی وو، بیرته اخستل شوی دی.

 د افغانستان ولسمشر زیاته کړې،اوس په دغه هیواد کې له طالبانو ډلې سره دسولې لپاره یو داسې بې مخینې فرصت رامینځةشوی دی، چې په تیرو اتلسو کلونو کې ئې ساری نه درلودلی او که دغه فرصت له لاسه ووځی، نو نتیجې به ئې نه جبرانیدونکی وی .

 اشرف غنی له طالبانو ډلې سره په جنګ کې د افغان پوځیانو په ډیرو زیاتو مرګ ژوبلو اندیښنې څرګنده کړې او وئیلی ئې دی، دافغان پوځیانو دمرګ ژوبلو زیاتیدا په دې معنا ده چې په افغانستان کې جنګ ډیر لګښت لری، پر دې اساس، حکومت له طالبانو سره باید یوه تفاهم ته ورسیږی.

له طالبانو ډلې سره له وارمخکې شرط پرته او دنیغه په نیغه خبرواترو په باب د افغانستان د ولسمشرڅرګندونې کومه نوی غوښتنه نه ده.په افغانستان کې قدرت ته داشرف غنی له رسیدو وخت راهسې هغه په کرتو له طالبانو ډلې سره له کوم شرط پرته او د مستقیمو خبرواترو دترسره کیدا غوښتنې کړی،چې دغې ډلې هیڅکله هم ورسره موافقت نه دی کړی.

 طالبانو ډلې تل وئیلی دی، تر څو چې په افغانستان کې بهرنی عسکر موجود وی،ددغه هیواد له حکومت سره به خبرې اترې ونه کړی او هماغه راز به له امریکائی او ناټوپوځیانو سره جنګ ته دوام ورکړی.

 دافغانستان د ولسمشر په وسیله له شرط پرته او دمستقیمو خبرواترو پلان په داسې حال کې یوځل بیا دهغه له خوا مطرح شوی،چې په قطر کې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ دخبرواترو اووم پړاؤ له کومې بریا پرته پای ته رسیدلی دی.

 دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د جنګ دختمیدا او په دغه هیواد کې د سولې دټینګیدا لپاره د طالبانو او امریکایانو دخبرواترو څو پړاؤنه تر دې دمه له کومې مثبتې نتیجې پرته لیدل شوی، اشرف غنی هیله مند دی له طالبانو ډلې سره له کوم شرط پرته او د دوواړخیزو خبرواترو دترسره کولو د وړاندیز په مطرح کولو سره ددغې ډلې دمشرانو نظردې موضوع ته واړوی، چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګیدو اصلی لاره،د کابل له حکومت سره د موافقې له لارې تیریږی.

 اشرف غنی چې د افغانستان د حکومت د استازو له شتون پرته له طالبانو ډلې سره د دوو اړخیزو خبرواترو په ترسره کولو کې د امریکا په سیاست نیوکې کوی،په دې اندیښمن دی،چې د تیر وخت په نسبت د سولې دخبرواترو له بهیره دکابل حکومت لازیات څنډې ته کړائ شی.

په همدې دلیل ده چې د افغانستان ولسمشر په قطر کې د طالبانو او امریکا د خبرواترو په ناکامې فضا کې له دغې ډلې سره له وارمخکې شرط پرته دخبرواترو وړاندیز یو ځل بیا مطرح کړی څو د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ترسره کیدا ته په پاتې څو میاشتو کې د سولې خبرواترو ته د طالبانو دهڅونې لپاره خپل بخت یو ځل بیا و آزموئی.

 البته په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو دشتون تر وخت پورې،د افغانستان له حکومت سره د نیغ په نیغه خبرواترو د وړاندیز په همیشنۍ ردونې کې د طالبانو دریځ ته په پام سره داسې ښکاری،چې اشرف غنی به له طالبانو سره د روغې جوړې د خبرواترو دپیلولو لپاره دخپل بیا بخت آزموینې په ډګر کې له تیر وخته،لا ښه برخلیک ونه لری.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.