Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63846
تاریخ انتشار : يکشنبه 23 چنګاښ 1398 ساعت : 09:33:50

د امام رضا علیه السلام د ولات کلیزه مو مبارک شه

نن د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

د رسول الله مبارک په پاکې کورنۍ کښې حضرت امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغی.

د ځینو نورو اسلامي هیوادونو په شمال د ایران د اسلامي جمهوریت خلک د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام د ولادت د کلیزې په شپه او ورځ په مشهد مقدس ښار کښې د دوي د پاک حرم په شمول نورو مذهبي او سپيڅلو ځایونو کښې راغونډیږي او خوشالۍ کوي.

د خوشالۍ نمانځنې په دې مراسمو کښې د امام رضا علیه السلام د لوړ شخصیت په ستانه کښې شعرونه او مدحې ویل او هم داشان د شربتو او شیرینیو ویشل شامل دي.

مونږ هم د افغان ایرکا خبري اژانس د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته د حضرت محمد مصطفی(ص) په پاکو لمسیانو کښې د امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکي وایو.


د امام رضا (ع) زوکړه
د هجرت د 148 کال د ذي قعدې د مياشتې په يولسمه نيټه په مدينه کښې د امام موسی کاظم عليه السلام په کور کښې يو ماشوم ويزيږدۀ چې له خپل پلاره وروسته د ايمان علم او امامت د ډګر تاريخ جوړونکې شو نوم يې پرې علی کيښود او په رضا مشهور شو. د مور نوم يې بي بي نجمه دی چې په پوهې ايمان او تقوي له لوړو ميرمنو څخه وه.[اعلام الوري ص302   قاموس الرجال ج  11] حقيقت دا دی چې ټول امامان د ډيرو لوړو پلارانو او ميندو له نسله وو او د ډيرو پاکو ميندو په غيږو کښې روزل شوي وؤ.

امام رضا عليه سلام د هجرت په 183 کال د هارون په بند کښې د امام موسی کاظم عليه السلام له شهادته ورسته په پنځۀ ديرش کلنۍ کښې د امامت په ګدۍ کښيناست او د امت د لارښوونې دنده يې په غاړه واخسته. د دوي امامت هم د نورو پاکو امامانو په شان د خدايې د رسول په ټاکنې، تصريح او د خپل پلار لخوا په معرفۍ سره ؤ. امام موسی کاظم عليه السلام تر نيول کيدو او بنده مخکښې ويلي وو چې تر هغه ورسته به د زمکې په مخ د خدايې حجت څوک وي چې خلق او د حق منوونکي په تيارو کښې پاتې او بې لارې نشي.

مخزومي وايي: امام موسی کاظم عليه السلام مونږ وغوښتو او وې فرمايل: تاسو خبر يې چې ولې مې راوغوښتئ؟  نه.

د دې لپاره چې ګواه اوسئ زما دا ځوې(امام رضا عليه سلام ته يې اشاره وکړه) زما وصي او ځاي ناستی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.