Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63848
تاریخ انتشار : سه شنبه 25 چنګاښ 1398 ساعت : 17:07:26

عبدالله: افغان میرمنې باید خپل برخلیک پخپله وټاکي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، د ټاکنو په بهیر کې باید میرمنو ته فعاله ونډه ورکړل شي ترڅو خپل برخلیک پخپله وټاکي.

عبدالله عبدالله نن دوشنبه په ټاکنو کې د ښځو د ونډې په تړاو غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې، د ټاکنو په بهیر کې ښایي د میرمنو په وړاندې ستونزې شتون ولري، خو ټینګار یې وکړ چې، میرمنې باید له خپل حق څخه دفاع وکړي او د دې پروسې په اړه خپل مکلفیت ادا کړي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه چې، ټاکنې باید رڼې ترسره شي نه دا چې له ټاکنو ورسته افغانستان یو ځل بیا د بحران خواته ولاړ شي ځکه چې په وینا یې افغانان نور د تېرو تیارو څخه ستړي شوي دي.

همدارنګه اجراییه ریس هغو ډلو ته چې غواړي د جګړې له لارې قدرت ته ورسیږي په خطاب کې وویل، په ترهګریزو بریدونو قدرت نه ترلاسه کیږي او ټینګار یې وکړ چې، یوازې ټاکنې قدرت ته رسېدو لاره ده.

همهاله، په دې مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل چې، په ټاکنو کې د میرمنو پراخه ګډون او عامه پوهاوی مهم دي ترڅو په دې بهیر باندې باور ترلاسه شي.

اغلې نورستانۍ وویل،ټاکنې د وګړو د ارادې او همدارنګه د سوله امیز قدرت د انتقال له پاره مهم لاره ده نو له همدې امله په دې بهیر کې میرمنو ګډون د پخوا نه زیات شوي دي او په ونیا یې دا ددې ښکارندوي کوي چې میرمنې نور د خپلو حقونو څخه دفاع کولای شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.