Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63849
تاریخ انتشار : سه شنبه 25 چنګاښ 1398 ساعت : 17:19:08

د سعودي حکومت ښځو ته له نارینه محرم پرته، بهر ته د تګ اجازه ور کوي

د سعودي حکومت وایي، د هغه قانون پر تعدیل کار کوي چې پربنسټ یې ښځې نشي کولای له ۲۱ کلن نارینه محرم څخه پرته له هېواده بهر سفر وکړي.

د دې پرېکړې له عملي کیدو سره سم به په دغو هېواد کې پر ښځو د لګول شوو بندیزو له ډلې یو د پام وړ بندیز لرې او پر میرمنو به د نارینه واک را کم شي.

اوس مهال په سعودي عربستان کې د قانون له مخې یوه ښځه نشي کولای له ۲۱ کلن نارینه محرم څخه ماسیوا له هېواده بهر سفر وکړي، د دې  قانون د ختمولو لپاره حکومت یو پلاوی ټاکلی دی تر څو په دغه قانون کې ، چې له محرم پرته د د هېواد د باندې د ښځو په تګ بندیز لګول شوی، تعدیل راولي.

د بشري حقونو فعالین په سعودي عربستان کې د دې قانون د ختمولو لپاره له ډېر وخت راهیسي کار کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.