Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63850
تاریخ انتشار : سه شنبه 25 چنګاښ 1398 ساعت : 17:19:45

د واخان ولسوال له لوري، په جنسي توګه د یوې بهرنۍ ښځینه سیلاني ځورول کېدل

د بدخشان ولایت، واخان ولسوالۍ د ولسوال عبدالمعروف خیر خواه له لوري، د یوې ښځینه سیلاني جنسي ځورول کیدل، د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو له لوري خبر ورکړل شوی دی.

د بدخشان ولایت د والي ویاندی نیک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې د بهرنۍ ښځینه سیلاني د جنسي ځورول کیدو تورونه د ګمارل شوي پلاوي له لوري تر څېړنې لاندې دي.

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا یوه غړي عبدالله نظري ویلي چې د معلوماتو له مخې دغه سیلاني مېرمن د استرلیا هېواد اوسیدونکې او دتاجکستان له لاري د بدخشان واخان سیمې ته په سیل راغلې وه چې د دې ولسوالۍ د ولسوال له لوري تر ځورول کیدو وروسته له ناچارۍ بېرته له  بدخشانه وتللې  ده.

دغې بهرنۍ ښخینه سیلاني په یوه شکایت پاڼه کې ادعا کړې چې یاده پیښه دوه میاشتې مخکې رامنځه شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم پرته له ځنډه د دې پیښې د څېړنې غوښتنه کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.