Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63852
تاریخ انتشار : چهار شنبه 26 چنګاښ 1398 ساعت : 16:27:33

د سعودي په جيزان او ملک خالد هوائي اډو د يمنيانو ډرون حملې

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو ډرون يونټ بېګا د سعودي په جيزان هوائي ډګر او په عسير کښې په ملک خالد هوائي اډې يو ځل بيا ډرون حملې وکړې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند وویل، د يمن د فوځ قاصف کے ټو نومې ډرون الوتکو د سعودي د جيزان په هوائي ډګر او په عسير کښې په ملک خالد هوائي اډه کښې د جنګي الوتکو په ځاله او مهمو او حساسو فوځي اهدافو بمباري وکړه.

جنرل يحيی السريع د دې په بيانولو سره چې د يمنيانو ډرون حملې د جيزان هوائي ډګر د الوتونو د بنديدو سبب شوې دي واضحه کړه، دغه حملې د يمن د مظلوم ولس د محاصرې په ځواب کښې ترسره شوې دي.

هغه زياته کړه، د تيريګرو لپاره د يمن په دننه او بهر کښې هيڅ امن ځاے وجود نه لري.

هغه واضحه کړه، تر هغه وخته چې په يمن د سعودي ائتلاف حملې جاري وي د يمنيانو لپاره تيري ته د ځواب ويلو حق هم محفوظ دے.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسوپه رسولو کښې نه دي کامياب شوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.