Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63854
تاریخ انتشار : چهار شنبه 26 چنګاښ 1398 ساعت : 16:29:52

د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو (PPS) لوړ پوړي چارواکي، عبدالغفار احمدزي د ټپونو له امله ساه ور کړې

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې ځانګړې قطعې (PPS) یوه لوړ پوړی چارواکي جنرال عبدالغفار احمدزي  په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ور کړې ده.

د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو (PPS) دغه لوړ پوړی چارواکی جنرال عبدالفغار احمدزی تېره اونۍ کابل کې په یوه ترهګریز بمي برید کې سخت ټپي شو چې وروسته په روغتون کې د یادو ټپونو له امله ومړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو  (PPS) د دې قومندان د وژلو مسولیت منلي دی.

د طالبانو ویاند رسنیو ته لیږلې خبر پاڼه کې ویلي،”د تیرې پنجشنبې په ورځ سهار د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند سرک بالا سیمه کې دکابل ادارې دمشر اشرف غني د ځانګړو ساتونکو د قومندان ډګروال(عبدالغفار احمدزي) په لنډکروزر موټر قوي انفجار ترسره شو. په چاودنه کې موټر ویجاړ، نوموړی سخت ژوبل شو او نن په روغتون کې له مینځه لاړ”.

د یادوني وړ دی چې نن چهار شنبه سهار مهال د عبدالفغار  احمدزي جنازې ته ولسمشرغني هم د احترام په موخه د سردار محمد داود خان روغتون ته ورغلی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.