Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63855
تاریخ انتشار : چهار شنبه 26 چنګاښ 1398 ساعت : 16:31:21

نوماندان: غني د کمپاین په موخه زړې پروژې بیاځلي پرانیزي

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان وایي، ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۲۳ مه د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ تیږه د کابل ښار په دارالامان سیمه کې کېښوده، په داسي حال کې چې دغه پروژه یوکال وړاندې د ښار او کور جوړولو وزارت مخکیني وزیر  پرانیستې وه.

د تېر کال کب میاشت کې ولسمشر غني کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د دې روغتون د انتظار خونې ودانۍ پروژه پرانیسته، په داسي حال کې چې دغه یاده پروژه ۵ میاشتې له دې پرانیستنې مخکې د عامي روغتیا وزارت وزیر پرانیستې وه.

په ورته وخت کې، تېر کال د ولسمشر له لوري د ګل بهار سب ستیشن په داسي حال کې پرانیستل شو چې تر دې پرانیستې ۵ میاشتې مخکې د یادې پروژې عملي چاري پیل شوې وې.

د ولسمشریزو ټاکنو ځیني نوماندان په ولسمشر غني تور پورې کوي چې تر ټاکلي وخت وړاندې یې ټاکنیز کمپاینونه له دولتي امکاناتو څخه په ګټنې، پیل کړي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماندان وایي چې ولسمشر غني هغو پروژو ته بیا ځلي پرانیست غونډې نیسي چې مخکې پرانیستل شوې وې.

د یادو نوماندانو د نیوکو په ځواب کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د دې پروژې پرانیستل هیڅ ډول کمپایني بڼه نلري.

ده وویل:“ د ښار جوړولو مخکیني محترم وزیر یو کال وړاندې د دار الامان اداري کمپلکس د مطالعې او ډیزاین برخه پرانیستې وه، چې د توپوګرافي په اړخ پورې تړاو لري، د دې کمپلکس زیربنایي چارې هغه مهال پرانیستل شوې وې، خو د یکشنبې په ورځ ددغې اداري ټولنې ( کمپلکس) د بنسټ تېږه کیښودل شوه“.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.