Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63857
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 چنګاښ 1398 ساعت : 16:00:02

په فارس خلیج کښې د بهرنۍ کشتې نیول د تیلو له قاچاق سره دایران مبارزه

دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران سمندری ځواک وویل په قضایی حکم سره یې یوه(۱) خارجی کشتۍ چې قاچاق شوی تیل پکښې بار وو په فارس خلیج کښې نیولی ده .

دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران سمندری ځواک پرون دیوې(۱) خارجی کشتۍ لخوا د سونګو د قاچاق کولو  له ډاډ وروسته دغه کشتۍ چې یو(۱) میلیونه لیټره قاچاق شوی سونګ پکښې بار وو د قضایی مراجعو له حکم او غږملتیا وروسته په فارس خلیج کښې د لارک جزیرې په جنوب کښې ونیوله .

دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دسمندری ځواک دغه اقدام د هرمز اوبلارې او دفارس خلیج په اوبو کښې ددغه ځواک د دندې او دمسولیت په چوکاټ کښې ترسره شوی دی .

په فارس خلیج او هرمز ستراتیژیکې اوبلارې کښې د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دسمندری ځواک اصلی دنده  دایران دملی ګټو ساتل ، دامنیت ټینګول او له سمندری قاچاق سره مبارزه ده .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف هم وویل دایران ځواکونه هره ورځ د تیلو له قاچاقچیانو سره د مقابلې لپاره په فارس خلیج کښې د قاچاق شوی تیلود وړونکی کشتۍ دنیولوپه شان اقدامات ترسره کوی .

د فارس خلیج سیمه او هرمز اوبلاره په سمندری نړیوال اقتصاد کښې مهم رول لری او په داسې شرایطو کښې ددغه ستراتیژیکې سیمې په ساتلو کښې د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک دنده او مسولیت د پام وړ دی .

په همدې زمینه کښې د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال حسین سلامی پرون وویل د فارس خلیج سیمه ، هرمز اوبلاره او دهغې جزیرې نه یوازې دایران بلکې د ټولې نړۍ لپاره یوه(۱) حساسه او مهمه سیمه ده چې  دنړیوال اقتصاد نه جلاکیدونکی برخه ګڼل کیږی .

دفارس خلیج سیمې او دهرمز اوبلارې نړیوال اهمیت ته په پام سره ایران د نړیوالې انرژۍ د پایداره بهیر د تضمین لپاره ددغه سیمې دامنیت په ټینګیدا کښې مهم رول لری .  

دقاچاق شویو تیلو د وړونکی خارجی کشتۍ نیول دایران د رغنده مسولیت نښه ده چې د سمندری بدلونونو په دقیق ډول څارلو سره دنړیوالې انرژۍ په بهیر کښې له هرډول خنډ رامینځته کولو سره مقابله او چلند کوی .

د تیلو قاچاق په دې  سربیره چې د ایران ملی ګټو ته تاوان رسوی یوه(۱) نړیواله ښکارنده هم ده .

دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران سمندری ځواک په فارس خلیج کښې د قاچاق شویو تیلو د وړونکی خارجی کشتۍ په نیولو سره په خپلې ملی دندې عمل کړی دی چې د دغه دندې پایله  دنړۍ دانرژۍد پایداره بهیر د امنیت له تینګیدا سره مرسته ده  .

د قاچاق شویو تیلو د وړونکی بهرنۍ کشتۍ په نیولو کښې د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک اقدام هم له داخلی اړخه او هم د سمندری قوانینو له نظره یو(۱) قانونی اقدام دی .

دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران سمندری ځواک دقانونی پړاونو له کچ کولو او د قضایی مراجعو په حکم سره په فارس خلیج سیمه کښې د قاچاق شویو تیلو وړونکی خارجی کشتۍ نیسی .

دې ته په پام سره چې د قاچاق شویو تیلو د وړونکی خارجی کشتۍ په نیولو کښې د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران دسمندری ځواک اقدام کورنی او خارجی حقوقی بنسټ لری دغه مسلې ته د امریکا غبرګون او دایران ددغه اقدام غندل د واشنګټن د سیاسی کړچار او په فارس خلیج کښې دتیلو د قاچاق له بهیر څخه دواشنګټن دملاتړ نښه ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.