Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63858
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 چنګاښ 1398 ساعت : 16:01:43

د ایران د سپاه پاسداران: په هرمز تنګی کې یې د انګلستان یوه کشتۍ نیولی ده

د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک عمومی اړیکو مرکز په دغه خبرتیا کی جوته کړی ده د سټینا ایمپیرو په نوم د برتانیه یوه تیل وړونکی کشتۍ یې د نړیوالو سمندری قوانینو د نه رعایتولو په دلیل د هزمرګان د سمندر کچکونې او بندرونو د سازمان په غوښتنه نیولی ده

د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک عمومی اړیکو  مرکز بیګا په یوه خبرتیا کې په هرمز تنګی کی د نړیوالو سمندری قوانینو د نه رعایتولو په دلیل د  برتانیه د یوې تیل وړونکی کشتۍ د نیولو خبر ورکړ .

د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک عمومی اړیکو  مرکز په دغه خبرتیا کی جوته کړی ده د سټینا ایمپیرو په نوم د برتانیه یوه تیل وړونکی کشتۍ یې د نړیوالو سمندری قوانینو د نه رعایتولو په دلیل د هزمرګان د سمندر کچکونې او بندرونو د سازمان په غوښتنه نیولی ده .

د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک د زیارت  په ورځ هم په فارس خلیج کی د تیلو د قاچاق یوه بهرنۍ کشتی نیولی وه .

دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران سمندری ځواک په فارس خلیج کښې د قاچاق شویو تیلو د وړونکی خارجی کشتۍ په نیولو سره په خپلې ملی دندې عمل کړی دی چې د دغه دندې پایله  دنړۍ دانرژۍد پایداره بهیر د امنیت له ټینګیدا سره مرسته ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.