Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63859
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 چنګاښ 1398 ساعت : 16:03:51

د شېخ زکزاکي د بدني حالت په اړه د ايران د طبي علومو د ټولنې خبردارے

د ايران د طبي علومو ټولنې په تهران کښې د ملګرو ملتو دفتر او د نائجېريه سفارت ته په يو ليک کښې د نائجېريې د اسلامي غورځنګ د مشر د علاج لپاره په فوري اقدام تاکيد وکړ.

د افغان ایرکا خبري اژانس د رپوټ له مخې د ايران د طبي علومو ټولنې په دغه دغه ليک کښې د شېخ ابراهيم زکزاکي د سلامتيا په حالت د اندېښنې په څرګندولو سره په مسلمانانو باندې د دغه هېواد د فوځ حمله او د نائجيريې د تقريباً زرو تنو شيعه مسلمانانو مرګ ژوبله وغندله.

د ايران د طبي علومو ټولنې د شيخ ابراهيم زکزاکي د حالت په اړه د خبرداري په ورکولو سره د نړۍ له مسلمانو علماو، کلتوري او رسانه اي فعالانو او د نړيوالو حقوقو له فعالانو د نائجيريې د اسلامي غورځنګ د مشر د سخت بدني حالت د څېړنې غوښتنه وکړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.