Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63860
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 چنګاښ 1398 ساعت : 16:08:44

نږدې ۷۰۰ نجونو د ملي پولیسو په لیکو کې د شمولیت آزموینه ورکړه

کورنیو چارو وزارت ۲۵۰ نجونې د ملي پولیسو د ښوونیز کورس د ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد سیواس اکاډمۍ ته لېږي. پرون د یاد کورس د آزموینې لپاره نږدې ۷۰۰ نجونو د کورنیو چارو وزارت په تالار کې ګډون کړی و، چې د هېواد له بېلابېلو برخو د لوړو زده کړو څښتن وو. په یاده آزموینه کې د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیال لوی پاسوال عبدالجبار پردلي وویل، چې د ملي پولیسو لیکو ته د ځوانانو په تېره بیا د نجونو جذب ډېر مهم دی او هغې نجونې چې په ننۍ آزموینه کې یې ګډون کړی و، د هغوی د کورنیو له ملاتړه یې مننه او درناوی وکړ. همداراز د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیال د ملي پولیسو د مسلکي سازۍ له پروګرامه چې د جاپان هېواد د جایکا پروژې او د متحدو ملتونو د انکشافي ادارې سره په همغږۍ تمویل کېږي، ستاینه او مننه وکړه. په دې آزموینه کې چې کومو نجونو ګډون کړی و، خپله موخه یې د خلکو لپاره خدمت او د هېواد له لوېشت-لوېشت خاورې دفاع وښوده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.