Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63862
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 چنګاښ 1398 ساعت : 16:12:53

د امنیتي چارواکیو پر ناکارۍ او کمزورۍ د ولسي جرګې نیوکې

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د جرګې استازیو د جګړو شدت او په یو شمېر ولایتونو کې ناامنیو ته په اشارې د ناامنیو په مهارولو کې د امنیتي چارواکیو پر ناکارۍ او کمزورۍ نیوکې وکړې.

د جرګې د غړیو په خبره، په امنیتي بنسټونو کې قومي او نامسلکي ګومارنې لامل شوي چې جګړه او ناامني زور واخلي.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار حسیني او زلمی خان نوري وايي، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت مسوولان باید په هېواد کې د وروستیو ناامنیو او په بادغېس کې د کومانډو ځواکونو مرګ‌ژوبلې په اړه ولسي جرګې ته ځواب ووایي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د کورني امنیت کمېسیون ته لارښوونه وکړه چې امنیتي چارواکي یاد کمېسیون ته احضار او راپور یې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړي داسې مهال پر امنیتي چارواکیو نیوکې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه زیات شوي او په یو شمېر ولایتونو کې جګړو او ناامنیو هم زور اخیستی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.