Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63863
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 چنګاښ 1398 ساعت : 16:13:56

له طالبانو سره د سولې اصلي لوری امریکا نه، افغانان دي

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پرون په کابل کې یوې غوندې ته وویل، د اوسنۍ جګړې اصلي قربانیان افغانان دي او د سولې په پرېکړو کې باید شریک وي.

د دانش په خبره، تر هغې چې طالبان له جګړې لاس وا نه‌خلي او د اوربند وړاندیز و نه مني، د سولې په اړه خبرې اترې به د نړۍ په کچه د خلکو د فکرونو له تېر اېستلو پرته بل څه نه وي.

د ولسمشر دویم مرستیال ټینګار کوي چې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو په هېواد کې سوله نه‌شي راتللی.

دانش د ولسمشري ټاکنو رانږدې کېدو ته په اشارې وايي، د سولې منل له ټاکنو د انصراف په معنا نه‌دي او که ولسمشري ټاکنې و نه‌شي، تجربه شوی امارتي نظام به رامنځ‌ته شي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د سولې په خبرو اترو کې د خلکو د استازیو پر نه حضور اندېښنه څرګنده کړه.

د ولسي جرګې غړي عالم ساعي وویل، د خلکو د استازیو له ګډون پرته د سولې خبرې اترې مشروعیت نه لري.

خو د ولسي جرګې یو بل غړی یارباز خان وايي، خلک له جګړو او چاودنو ستړي شوي او یوازې سوله غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرو اترو اووم پړاو په وقفه‌یې توګه دوام لري. ویل کېږي چې د خبرو اترو په دغه پړاو کې به دواړه لوري پر مشخصو مواردو هوکړې ته ورسېږي او تر هغې وروسته به بیا د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو پړاو پیل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.