Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63864
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 چنګاښ 1398 ساعت : 16:17:22

امریکايي موډله: د عبدالرحیم وردګ زوی راباندې جنسي تېری کړی

یوه وتلې امریکايي موډله سارا ګولډن د دغه هېواد په منهتن ښار کې یوې علني محکمې ته ویلي چې د حامد کرزي دورې د ملي دفاع د وزیر زوی زوی پرې جنسي تېری کړی دی.

ګولډن چې له بېلابېلو کمپنیو سره کار کوي وايي، حامد وردګ د ۲۰۱۸ کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د ګډ سفر پر مهال پرې جنسي تېری کړی دی.

سارا ګولډن په محکمه کې ادعا کړې چې د نوموړي له لوري ورته ویل شوي چې یوه کوچنۍ موډله ده او هېڅوک به یې پر خبرو باور و نه کړي.

سارا ګولډن له نیویارک پُست سره په مرکه کې ویلي چې لس کاله وړاندې له حامد وردګ سره بلده شوې وه.

ګولډن چې ۲۹ کاله عمر لري زیاته کړې، حامد وردګ تل هڅه کړې چې د خپلو پیسو په زور د خلکو په ژوند کې نفوذ وکړي.

خو د حامد وردګ مدافع وکیل الکسیس فېلډ د ګولډن ټولې ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې نوموړې دا کار د شهرت لپاره کړی دی.

سارا ګولډن وايي، له حامد وردګ سره یې یوه میاشت مینه‌ناکې اړیکې لري، خو کله یې چې غوښتل دا اړیکه ورسره پرې کړي، نوموړي پرې تجاوز وکړ.

د امریکا عدلي او قضايي ادارو ته د ګولډن له شکایت وروسته، حامد وردګ هم د نوموړې پر وړاندې دوه قضیې ثبت کړې دي. حامد وردګ ادعا کړې چې نوموړې یوازې د ده د پیسو لپاره ورسره اړیکه لرله او یو ځل یې د خپل سپي د درملنې لپاره ترې ۲۰ زره ډالر هم اخیستي دي.

شواهد ښيي چې حامد وردګ د ګولډن د ځورولو له کبله دوه ځله په منهتن کې نیول شوی دی.

ګولډڼ پر دې د حامد وردګ تېری ډاروونکی بللی او وايي: «د هغې خاطرې یادول یو بد خوب دی.»


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.