Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63865
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 چنګاښ 1398 ساعت : 16:43:12

د عبدالرزاق وحیدي قضیې په اړه د استیناف محکمې پرېکړه

د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضایي مرکز اړوند ایستیناف محکمه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

دغه محکمه نن په ښاغلي وحیدي باندې لګېدلي تورونه رد کړل او ورته یې برائت ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د درنو جرمونو و اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضایي مرکز ابتدایه محکمې څلور میاشتې مخکې ښاغلي وحیدي په ۳ کاله بند محکوم کړی و.

ښاغلي وحیدي، په مالیې وزارت کې د خپل ماموریت پر مهال له خپلو صلاحیتونو څخه په ناوړې ګټې اخیستني تورن شوی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.