Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63868
تاریخ انتشار : دوشنبه 31 چنګاښ 1398 ساعت : 23:55:08

د فلسطين موضوع به په قطعي توګه د فلسطيني ولس په ګټه تمامه شي

امام خامنه اي تاکيد وکړ، کاميابۍ له مقاومت او مبارزې نه بغېر نه ترلاسه کيږي او د الهي وعده خلافۍ نه کونکې وعدې له مخې د فلسطين موضوع به په قطعی توګه د فلسطين د خلقو او د اسلامي نړۍ په ګټه تمامه شي.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي امام خامنه اي نن سحر د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د لوړ رتبه پلاوي په کتنه کښې د فلسطين قضيه  د اسلامي نړۍ وړومبنۍ او ترټولو مهمه قضيه وبلله او وې فرمايل: حماس د فلسطيني خوزښت په زړۀ کښې شتون لري هم هغه ډول چې فلسطين د اسلامي نړۍ د خوزښت په زړۀ کښې پروت دے.

امام خامنه اي د غزې د خلقو او د اردن د سيند د لويديځې غاړې د اوسېدونکو مقاومت او ټينګ اودرېدنه د فتحې او کاميابۍ زېرے ورکونکې وبلله او زياته يې کړه: د ايران اسلامي جمهوريت د فلسطين په قضيه کښې په دنيا کښې له هيڅ هېواد سره مخ ملاحظه نه لري او له چا يې سترګه نه سوزي، ځکه چې له فلسطين څخه ملاتړ يوه اعتقادي او ديني مسئله ده.

حضرت آيت الله العظمی امام خامنه اي واضحه کړه: د فلسطين له موضوع څخه د سعودي په شان د امريکې د ځينو پېروکارو هېوادونو لرې کېدل يو حماقت ؤ، ځکه چې که له فلسطين څخه يې ملاتړ کولې نو له امريکې يې يو امتياز حاصلولې شو.

امام خامنه اي د پېړۍ معامله نومې له خيانته ډکې منصوبې ته په اشارې سره تاکيد وکړ: د دغې خطرناکې دسيسې مقصد د فلسطيني ولس او ځوانانو ترمېنځ د فلسطيني تشخص ختمول دي چې پکار نه دي د پېسو په استعمالولو سره هغوي ته د فلسطيني تشخص د ختمولو اجازه  ورکړې شي.

امام خامنه اي دا خبره په ګوته کړه چې په دې وروستيو نزديو کلونو کښې فلسطينيانو په کاڼو او ډبرو سره مبارزه کوله، خو نن د کاڼواو ډبرو په ځاے په نښه ويشتونکو توغنديو باندې سنبال دي او دا چاره د پرمختګ د احساس په معنا ده.

د حماس د سياسي دفتر مرستيال مشر صالح العاروري هم په دغه کتنه کښې له فلسطيني ولس څخه د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړونو څخه په قدرونې سره وويل: د ايران په اړه د هر ډول غليمانه اقدام په حقيقت کښې د فلسطين او د مقاومت د بهير په خلاف غليمانه اقدام دے.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.