Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63870
تاریخ انتشار : دوشنبه 31 چنګاښ 1398 ساعت : 23:57:56

له ټرمپ سره تر کتنې مخکې د افغانستان د روانې ستونزې په اړه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څرګندونې

ټاکل شوې ده چې د پاکستان لومړی عمران خان امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او د افغانستان د روانې ستونزې په اړه یې خبرې وکړي.

ښاغلي خان له ولسمشر ټرمپ سره تر کتنې مخکې په واشنګټن کې د پاکستاني الاصله امریکایانو یوې سترې غوندې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان ستونزه حل لاره نه لري.

نوموړی زیاته کړه، چې دی به ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دا قضیه شریکه کړي ځکه ټول نړی اوس وایي چې د افغانستان روانه ستونزه پوځي حل لاره نه لري.

د پاکستان لومړی وزیر د شنبې په ورځ په درې ورځني سفر امریکا متحده ایاتنو ته ورسېد.

په دغه سفر کې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نور لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي له ښاغلي عمران خان سره ملتیا کوي.

بلخوا، امریکایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې ولسمشر ټرمپ به د پاکستان پر لومړی فشار راولي تر څو د افغانستان د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره له امریکا سره خپله همکاري زیاته کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.