Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63875
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 زمری 1398 ساعت : 20:15:18

فرهان یوسفزی د کرېکټ بورډ نوی رییس شو

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني فرهان یوسفزی د کرېکټ بورډ د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.

د کرېکټ بورډ غړیو هم نن نوموړی د یوې خبري غونډی پر مهال د پخواني رییس عزیزالله فضلي پر ځای د بورډ د نوي رییس په توګه د یادې ادارې کارکوونکیو ته ور وپېژنده.

د معلوماتو له مخې، فرهان یوسفزی د لوګر ولایت دی، تر ماسټرۍ کچې زده‌کړې لري او اوس په انګلستان کې اوسېږي.

د یادونې وړ ده چې لرې شوی پخوانی رییس عزیزالله فضلي ۱۰ میاشتې وړاندې د ولسمشر د فرمان له مخې، د عاطف مشعل پر ځای د کرېکټ بورډ رییس ټاکل شوی و.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، عزیزالله فضلي هم د نوي رییس هرکلی وکړ او نن یې خپل دفتر د کرېکټ بورډ د غړیو او د المپیک ملي کمېټې د رییس په موجودیت کې په رسمي ډول ورته وسپاره.

که څه هم د عزیزالله فضلي د ګوښه کولو او د نوي رییس په توګه د فرهان یوسفزي د ټاکلو لامل نه‌دی ښودل شوی، خو په دغه اداره کې د وروستیو ماتو او لانجو له کبله د عزیزالله فضلي پر مشرۍ نیوکې زیاتې شوې وې.

د عزیزالله فضلي په مشرۍ کې د افغانستان د کرېکټ تاریخ تر ټولو بریالی لوبډلمشر اصغر افغان د نړیوال جام د پېل په درشل کې له دندې لرې او پر ځای یې ګلبدین نایب وټاکل شو او همدا پرېکړه د لوبډلې د پاشل کېدو لامل شوه.

سره له دې چې د کرېکټ بورډ د بنسټلیک له مخې د کرېکټ بورډ عمومي رییس باید ۳ کلنه دوره پای ته ورسوي، خو دا هم د یادولو ده چې د ځینو ستونزو او سیاسی لاسوهنو له کبله دا په وروستیو ۴ کلونو کې د نسیم‌الله دانش، عاطف مشعل او عزیزالله فضلي وروسته څلورم کس دی چې د کرېکټ بورډ د عمومي رییس په توګه ټاکل کېږي.

د نوي ګمارل شوي عمومي رییس فرهان یوسفزي د ګومارنې په اړه د کرېکټ مینه‌والو منفي او مثبت نظرونه ورکړي، خو د کرېکټ بورډ پخواني اجرایوي رییس ډاکټر حامد شینواري لیکلي چې کرېکټ د سیاست او سوداګرۍ ښکار شو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.