Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63876
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 زمری 1398 ساعت : 20:16:31

شنونکي: پاکستان نه‌دی منزوي شوی

د ډونالډ ټرمپ او عمران خان تر لیدنې او د افغانستان په اړه د ټرمپ له څرګندونو مخکې یو شمېر حکومتي چارواکیو او ځینو شنونکیو ادعا کوله چې ګواکې پاکستان په انزوا کې دی او د نړیوالې ټولنې تر سختو فشارونو لاندې دی.

خو اوس د چارو یو شمېر شنونکي وایي، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د پاکستان د لومړي وزیرعمران خان وروستۍ لیدنې دا په ډاګه کړه چې یاد هېواد نه‌دی منزوي شوی.

د نړیوالو چارو شنونکی انتظار خادم وایي، د پاکستان د نه منزوي کېدو ستر لامل دا دی چې افغان حکومت په سیمه او نړۍ کې د لابي کولو لپاره هېڅ پلان نه‌ لري.

د نوموړي په خبره، د حکومت ډېپلوماټیکه دستګاه له بې‌تجربې او نامسلکي خلکو جوړه شوې چې نه پر ډېپلوماټیک عرف پوهېږي او نه هم ورته ژمن دي.

خادم زیاتوي، د واشنګټن، ملګرو ملتونو او لندن په ګډون په ځینو مهمو هېوادونو کې د افغان دولت استازولي ځینې ځوان او بې‌تجربې کسان کوي.

د چارو یو بل شنونکی شهباز بیا پاکستان د امریکا لپاره یو سټراټېژیک هېواد یادوي او وايي، امریکایان او په ټوله کې بهرنیان پر افغانانو او افغانستان معامله کوي.

شهباز افغان چارواکي او سیاستوال پړ ګڼي چې نه‌شي کولای له امریکا سره د پاکستان په څېر سټراټېژیکې اړیکې جوړې او وساتي.

خو بله‌خوا د حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن پاکستان لا هم د نړیوالې انزوا او فشارونو سره مخ بولي.

نوموړی وایي، پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو له امله دې ته اړ شو چې د امریکا د ولسمشر په وړاندې ژمنه وکړي چې طالبان به له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي او په ونیا یې، عملاً یې طالب استازي له امریکا سره خبرو ته کېنولي دي. هوډمن په یادو برخو کې د پاکستان اړ کول د افغان دولت د فشارونو او هڅو پایله ګڼي.

دا انګېرنې په داسې حال کې را پورته کېږي چې دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې وویل، که وغواړي د افغانستان جګړه د لس میلیونه انسانانو په وژلو سره په یوه اوونۍ کې ګټلی شي.

د ټرمپ دا خبرې د افغان حکومت، اوسنیو او پخوانیو سیاستوالو او په ټوله کې د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې او ولسمشرۍ ماڼۍ ان په‌دې برخه کې له واشنګټن نه وضاحت وغوښت.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.