Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63879
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 زمری 1398 ساعت : 20:23:15

د افغانستان د بې ثباتۍ عامل

پخوانی ولسمشر حامد کرزی امریکا د هیواد دبې ثباتۍ عامله وبلله . کرزی په کابل کښې په خبری کانفرنس کښې د افغانستان په اړه د امریکا په کړچار نیوکې سره وویل دافغانستان په سر د امریکا او دنورو هیوادونو معامله په دغه هیواد کښې د بې ثباتۍ عامل دی.

حامد کرزی چې په ځلونو یې د سولې دخبرو اترو په بهیر کښې دامریکا دکړچار په څرنګوالی ناخوښی څرګنده کړی ده دا ځل هم د ناکارنده سولې د پایلو په هکله وینا وکړه
کرزی وویل خلک نه غواړی دسولې له موافقې وروسته د ملوک الطوایفی په لور لاړ شی.

پخوانی ولسمشر کرزی له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان زاړو اړیکو ته په اشارې سره ټینګار وکړ افغانستان به په نورو هیوادونو د تیری لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنکړی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.