Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63893
تاریخ انتشار : دوشنبه 7 زمری 1398 ساعت : 11:12:29

له رولا غني سره د یوه اسراییلي پلاوي لیدنه

د دارالحیات وېب‌سایت د راپور له مخې، د یوه نړیوال شرکت رییس یواف مردخای له دوو نورو سوداګرو سره یوځای د ولسمشر له مېرمنې رولا غني سره لیدلي او په افغانستان کې د اسراییلي شرکتونو د پانګونې په اړه یې هوکړه کړې ده.

د دغه راپور له مخې، مردخای د پنځو اسراییلي پانګه‌والو د پلاوي په مشرۍ د روان میلادي کال د جولای په لومړیو کې افغانستان ته راغلی و.

افغانستان ته د دغه اسراییلي پلاوي درې ورځنی سفر د «خطیب او علمي» په نوم د یوه شرکت له لوري چې د رولا غني دی، تنظیم شوی او د یاد پلاوي خبرې اترې او لیدنې پر سوداګرۍ او راکړه ورکړه ور ټولې وې.

ویل کېږي له لومړۍ مېرمنې سره په یاده لیدنه کې، په کابل، فراه، هلمند او نیمروز ولایتونو کې د اسراییلي شرکتونو د پانګونې په اړه هوکړه شوې ده.


  سرچینه: دارالحیات وېب‌سایټ

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.