Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63899
تاریخ انتشار : سه شنبه 8 زمری 1398 ساعت : 17:04:33

ایران ته دافغانستان داسلامي جمهوریت دلوړوزدکړ او بهرنیو چارو وزارتونو له خوا دلوړ رتبه هیئت راتګ!

د۱۳۹۸ کال دجنګاښ دمیاشتې په ۲۹ نېټه تهران ته دافغانستان داسلامي جمهوریت دبهرنیو چارو او لوړوزدکړو وزارتونو له خوا یو لوړ رتبه هیئت سفر درلود، چې په دې سفر کې یې دیوشمېربیلا بیلو مقاماتو سره لیدنه وکړه او همدارنګه یې دایران داسلامي جمهوریت دلوړوزدکړو، بهرنیو چارو اوعامې روغتیا وزارتونه تر څنګ يې دعلامه طباطبائي، پیام نور، امیرکبیر، الزهرا مهمو پوهنتونونو سره بیلابیلې غونډې درلودې، چې په یو شمېرعملیاتي پلانونوسره موافقه وشوې، چې ددغه عملیاتي پلانونو لپاره دافغانستان داسلامي جمهوریت او دایران داسلامي جمهوریت دلوړوزدکړو، دافغانستان دلوړوزدکړو وزارتونو او دپیام نور پوهنتون ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول، دغه څو ورځني سفر ښې لاسته راوړنې درلودې البته په تحقیقاتي، علمي، کیفیتي پوهنتونو برخه کې چې ایراني مقاماتو او دپوهنتون استادانو کومې تجربه لرلې هغه یې دافغانستان دهیئت سره شریکې کړې، خصوصاً ددواړو خواوودا مسؤلیت وګڼلو چې دایران داسلامي جمهوریت له خوا په موقع اوفرست سره دافغان کډوالوزدکړیالانو (محصیلونو) ته برسونه ورکړل شي، چې همدې توفق ته سره ورسېدل.

د۱۳۹۸ کال داسد (زمري) دمیاشتې يې په ۵مه نېټه همدغه لوړ رتبه هیئت په تهران کې دافغانستان دلوی سفیراو د جمهور رئیس ځانکړي استازي څېړنوال عبدالغفور لېوال او په ایران کې دافغان زدکړیالانوسره دسفارت په مقرکې ولېدل اود دوی ستونزې واوریدلې اودوی ته یې دلازمواوقانوني کړنوپه وعدوسره غونډه پای ته ورسېده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.