Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63901
تاریخ انتشار : سه شنبه 8 زمری 1398 ساعت : 17:34:29

د افغانستان له ۱۶ کلونو د ټېټ عمره فوټبال ملي ټیم لوبغاړو، ایران ته ماتي ورکړه

د افغانستان له ۱۶ کلونو د ټیټ عمر لرونکي فوټبال ملي ټیم لوبغاړو پرون دو شنبه د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې، د ایران له ۱۶ کلونو  ټیټ عمره فوټبال لوبډلې ته ماتي ورکړې ده.

د مرکزي اسیا هېوادنو  له ۱۶ کلونو د ټیټ عمره ځملیانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ په تاجکستان کې ترسره کیږي افغانستان تر دې مهال د دې سیالیو بهیر کې ۳ لوبې کړې دي چې دوه یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

پرون  د ایران پر وړاندې سیالۍ کې افغان زلمکي ذاکر حسیني د یوه ګول په وهلو سره د ایران فوټبال ټیم ته یو پر صفر ماتي ورکړې ده.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په دغې پرونۍ لوبه کې د دواړو هېوادونو ديپلوماتانو هم ګډون کړی و.

ټاکل شوې افغان لوبغاړي نن سې شنبه د ازبکستان له لوبډلې او د پنجشنبې په ورځ له کوربه تاجکستان لوبډلې سره مخامخ شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.