Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63905
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 زمری 1398 ساعت : 22:57:32

سولې په چارو کې د دولت وزارت، د سولې خبرو لپاره د نوي ۱۵ کسیز ټیم د جوړیدو خبر ورکړی

د افغانستان د سولې په چارو د دولت وزارت وایي، له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره یي یو نوی ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

سولې په چارو کې د دولت وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي  چې د دې پلاوی په ټاکلو کې یې ټولنیز، سیاسي او قومي انډول په پام کې نیولی دی.

که څه هم د سولې لپاره د مرکچي ۱۵ کسیز پلاوي د جوړیدو خبر د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري خپور شوی، خو د دې ټیم د غړو نومونه لا نه دي په ډاګه شوي.

دا په داسي حال کې دی چې تېره اونۍ دې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو چې دوی د یوه پلاوي په جوړولو کار روان کړی دی او د دې ترڅنګ یې ویلي وو چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به افغان حکومت له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته کښیني.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن له څو ورځو   وروسته کابل دوحې ته د تګ په هدف پریښود.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویټر ویلي چې دوحې ته تر تلو مخکې به په پاکستان کې هم یوه دمه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پر خپل ټویټر زیاتوي چې دا ځل یې د سولې په خبرو کې تر بل هروخت ډېر پرمختګ کړی ځکه له افغان حکومت سره د سولې په اړه د راتلونکو ګامونو په تړاو هوکړې ته رسیدلي دي.

ده دا هم ویلي چې د دې پړاو په خبرو کې  به له طالبانو سره د سولې هغه خبرې چې مخکې بحثونه پرې شوي وروستۍ شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.