Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63906
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 زمری 1398 ساعت : 23:02:14

کابل ته د ايران د انرجۍ د وزير سفر او له دوو اړخيزو او سيمه ايزو ظرفيتونو څخه په استفادې تاکيد

د ايران د ځواک وزير رضا اردکانيان چې کابل ته په سفر لاړ دے له افغان ولسمشر سره په کتنه کښې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ملګرتيا د ګډ کمېشن د نوې کاري دورې، د انرجۍ د تبادلې، د اوبو په اړه د ګډو پانګونو، د ژوند د چاپېريال او د رېل د پټلۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

د ايران د انرجۍ وزير چې د ايران او افغانستان د اقتصادو د ګډو ملګرتياو د کمېشن ايراني مشر دے پرون د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ د يوې موافقې خبر ورکړ چې د هغې له مخې تر راتلونکې يوې مياشتې په چابهار کښې د دواړو هېوادونو د اقتصادي چارواکو په شتون سره خاصه غونډه جوړيږي.

د چابهار آزاده تجارتي او صنعتي سيمه د ايران له اوو ازادو سيمو څخه يوه سيمه ده چې د ايران د اقتصادي اهدافو په لړ کښې د چابهار ښار په غاړه  او د عمان سمندر او هند بحيرې په څنډه کښې پروت  دے. په اوس حال کښې دغه بندر د تجارتي او اقتصادي راکړو ورکړو کښې يو مهم رول لوبوي. د دغه بندر له لارې د هند او ايران د تجارتي پانګه والو لپاره سيمه ايزو ملګرتياو ته ګروهنه له ۲۰۰۳ کال څخه شروع شوه د ۲۰۱۴ کال په دويمې نيمائۍ کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د يو تفاهم ليک په لاسليکېدو سره يې وده وکړه. په همدې لړ کښې د ايران، هند او افغانستان ترمېنځ درې اړخيزه ټرانزېټي مووافقه ليک د مرکزي اېشيا هېوادونو ته د هند او افغانستان د تجارتي او ټرانزيټي اتصال په هدف سره لاسليک شو.

د اقتصادي شناندو له نظره د چابهار ستر بندر په پرمختلليو تجهيزاتو او تاسيساتو سره چې پکښې ترې خدمات اخېستل شوي دي کولې شي په سيمه کښې يو ژور جيوپلېټک بدلون راولي چې له هند او افغانستان نه علاوه د سيمې نور هېوادونه هم ګټه پورته کوي او په راتلونکو وختونو کښې د ګډ اېشيائي بازار د برابرېدو زمينه برابرونکې کېدې شي.

د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کښې تهران ته د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي ډاکټر مشر عبدا... عبدا... په سفر کښې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ په اقتصادي زمينو کښې تفاهم ليکونه لاسليک شول. د ايران او افغانستان د ملګرتياو په دغو اسنادو کښې د بېنکدارۍ،  انرجۍ، د معادنو د راوېستلو ‎، کرهڼې، فني او انجنيئري په  خدماتو اود دلچسپۍ وړ نورو زمينوکښې د  فعاليتونو په پراختيا تاکيد شوےدے. د چابهار بندر له ټرانزېټي لارې څخه د سامانونو او مسافرو د ټرانزېټ لپاره دواړو خواو همدارنګ د مرکزي اېشيا  هېوادونو او چين ته د ايران او افغانستان د ريل پټلۍ د نښلولو غوښتنه وکړه.

دغو موضوع ګانو ته په پام سره د رضااردکانيان افغانستان ته د خپل سفر د اهدافو په اړه وويل، په دغه سفر کښې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي ملګرتياو د پراختيا روښانه لارې چارې بيان شي.

دغه صلاح مشورې په داسې حال کښې دوام لري چې په دې وروستيو څو ورځو کښې تهران  د چين د کميونسټ ګوند د نړيوالو چارو د وزير سونګ تائو کوربا هم ؤ چې له ايران سره د تعلقاتو د پراختيا په هدف سره يې تهران ته سفر وکړ. په راتلونکو ورځو کښې به هم تهران همدارنګ د هند د چارواکو کوربا وي. دغه ملګرتياوې په قطعي توګه د سيمه ايزو ملګرتياو د پياوړتيا سبب کيږي.

دغه تګ راتګونه چې له ايران سره د سيمې د هېوادونو د اقتصادي او سياسي ملګرتياو د پراختيا لپاره د دوه اړخيزو او څو اړخيزو ګروهنو ښودنه کوي په داسې حال کښې دي چې امريکه په خپلو يو اړخيزو بنديزونو سره کوشش کوي ايران له سياسي او اقتصادي لحاظه ګوښې ته کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.