Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63909
تاریخ انتشار : پنج شنبه 10 زمری 1398 ساعت : 17:00:56

د امریکا بایکاټ د ایران په خارجه وزیر اغیز نلری

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا بایکاټونه بې اغیزې وبلل .

هغه نن سهار وختی دامریکا د بایکاټونو په فهرست کښې د خپل نوم شاملیدا ته په غبرګون کښې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې ولیکل ددې خبرې علت چې امریکا زما نوم د بایکاټونو په فهرست کښې شامل کړی دی دا دی چې زه په ټوله دنیا کښې د ایران ترټولو اصلی «ویاند» یم .

د ایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې پوښتنې سره چې دغه واقعیت په دې اندازه دردونکی دی ټینګار وکړ دامریکا بایکاټ په ما او زما په کورنۍ هیڅ اغیز نلری ځکه چې د هیواد دباندې هیڅ شتمنۍ او یا جایداد نلرم .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف زیاته کړه زه خوشحاله یم چې امریکا ما دخپلو پروګرامونو پرضد ستر ګواښ ګڼی .

دامریکا د خزانې وزارت دغه اقدام وروسته له دې شوی چې دایران خارجه وزیر جواد ظریف واشنګټن  ته په خپل سفر کښې ددغه هیواد له ګڼ شمیر رسنیو سره مرکې کړی وې .

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو په صراحت سره د خپل هیواد له رسنیو سره په نیویارک کښې دایران دخارجه وزیر جواد ظریف په مرکو غصه څرګنده کړی ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.