Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63911
تاریخ انتشار : پنج شنبه 10 زمری 1398 ساعت : 17:05:37

امریکایان د ایراني ولس د مقاومت په وړاندې لالهانده شوې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د ایران د ولس بد غواړي تیر کال د ایران د خپلواکۍ د ماتې مدعيان وو خو نن د ایران د ولس د مقاومت په وړاندې سربداله او لالهانده شوې دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په آذربایجان شرقي ولایت کښې په یولړ مراسمو کښې، د ایران بایکاټول د امریکایانو لپاره یوه اخلاقي، سیاسي او حقوقي ماتې وبلله او زیاته یې کړه: په ایران بندیز لګول د نړیوالو ارګانونو، ملګرو ملتو او د ایران د ستر ولس په وړاندې د امریکې د ماتې په معنا دي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکایان د ایران په بایکاټولو سره یوازې ماتې زغميؤ وویل: د ایراني ولس دښمنان دومره عاجز او ناتوانه شوې دي چې د ایران د بهرنیو چارو په وزیر بندیز لګوي او د محمد جواد ظریف په شان د یو میړني او مقتدر سفارتکار له منطق او مرکو ویریږي.

د ایران ولسمشر روحاني دې ټکي ته په اشارې سره چې په راتلونو څو میاشتو کښې به د ایران په هوايي صنعت پّ تیره بیا دافع هوا برخه کښې د ځینو سترو طرحو پرانیسته وشي، وویل: د دښمن د دباؤ او د بندیزونو په حالاتو کښې د سترو پروژو افتتاح له ویاړه ډکه ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.