Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63912
تاریخ انتشار : پنج شنبه 10 زمری 1398 ساعت : 17:07:13

د القاعده شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړشوی دی

د امریکا استخباراتي چارواکي وایي، د القاعده شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی.

د امریکااستخباراتي ادراې یوازې د حمزه بن لادن د مرګ خبر ورکړی  خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

داسي ویل کېږي چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله په سیمه او نړۍ کې یې وګړي د امریکا پر ضد پاڅون ته هڅول.

 د امریکا استخباراتی ادارې له لوري په تېره فبرورۍ میاشت کې د حمزه بن لادن د ځای په اړه معلومات ورکونکي ته یو میلیون ډالر جایزه اعلان شوې وه.

  تر دې وړاندې۳۰ کلن حمزه پر امریکا او نورو هېوادونو د بریدونو په اړه ځینې غږیز او وېډیويي پیغامونه هم خپاره کړي دي. حمزه بن لادن له جهادیانو غوښتي وو چې د خپل پلار غچ له امریکا واخلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.