Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63913
تاریخ انتشار : پنج شنبه 10 زمری 1398 ساعت : 17:08:51

کرزی: د سولې پروسه د افغانستان په واک کې نه ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په يوه خبري غونډه کې د سولې خبرو پر پروسې نيوکه وکړه او ويې وويل، د سولې د خبرو اترو پروسه د امريکا او پاکستان په لاس کې ده چې د دې خبرو دوام به د افغانستان په ګټه نه وي.

نوموړی په ټول هېواد کې د تلپاتې او سراسري سولې پر راتلو ټينګار کوي.

کرزي د ملی يووالي حکومت پر دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان وکولای شي د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو څو ورځو کې به د امريکا او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شي چې له دې وروسته به د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ بين‌الافغاني خبرې اترې هم پيل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.