Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63915
تاریخ انتشار : جمعه 11 زمری 1398 ساعت : 10:58:03

کرزی: تر سولې مخکې ټاکنې د سولې د زیانمنولو او د داعش د ودې لپاره کیږي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون پنجشنبه د زمري په ۱۰ مه کابل کې یوې خبرې ناستې ته ویلي چې، سوله باید تر ټاکنو مخکې وي، تر سولې مخکې ټاکنې د سولې پروسې د زیانمنولو، د داعش د ودې او افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ لپار کیږي، د دې ټاکنو واک له افغانانو سره نسته.

پخواني ولسمشر  ټنیګار وکړ چې سوله باید تر ټاکنو مخکې وي ځکه د سولې په موجودیت کې په افغانستان کې د شفافو او افغاني ټاکنو لپاره زمینه برابریږي.

حامد کرزي په نني خبري کنفرانس کې، په ځغرده وویل، چې په افغانستان کې هر فیر د امریکا په ګټه دی او هغوی چې جګړې ته دوام ورکوي، د افغانانو دښمنان دي او د امریکي د ګټو ساتونکي.

پخواني ولسمشر په دې کنفرانس کې له افغان مشرانو  غوښتي چې د بهرنیانو د دسیسو ښکار نشي هغه پر طالبانو او افغان حکومت هم غږ وکړ، چې د جګړې تبلیغات، اقدامات او پلانونه دې له منځه یوسي د دغو پلانونو پر ځای دې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

د پخواني ولسمشر نننۍ څرګندونې تر ډېره د سولې او انتخاباتو او په افغانستان پر روان امنیتي وضعیت را څرخېدې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.