Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63919
تاریخ انتشار : شنبه 12 زمری 1398 ساعت : 19:59:20

خلیلزاد:‌ له طالبانو سره د سولې موافقه غواړو نه د امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړه

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان او  پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرون جمعه د اګست په دوهمه قطر ته روان شوی ټاکل شوي چې نن به د دوحې په وخت لس بجې د امریکایي مذاکراتي ټیم او طالبانو داستازو ترمنځ د سولې خبرې بېرته پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړي استازي، پر خپل تویټر لیکلي چې موږ د سولې موافقه غواړو، نه د وتلو موافقه، له طالبانو سره د سولې داسې موافقه چې وتلو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویتر زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل او وتل په شرایطو پورې اړه لري.

د اتم پړاو د خبرو  تر پېلدو مخکې دواړو لوریو دغه خبري بر خلیک ټاکونکې ګڼلې دي ټاکل شوي په دې پړاو کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.