Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63922
تاریخ انتشار : شنبه 12 زمری 1398 ساعت : 20:03:21

د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ کمرنګه دي

سره له دې چې ولسمشري ټاکنو ته د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو له پیل نه ۷ ورځې تېرېږي، خو پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د تېرو دورو په پرتله د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې مبارزې کمرنګه دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ اجراییوي رییس یوسف رشید سلام‌وطندار ته وويل، د تېرو دورو په پرتله د سږ کال ټاکنیزې سیالۍ ډېرې کمرنګې او متزلزله دي.

د هغه په وینا، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، د نوماندانو اقتصادي ستونزې، ناامني، د یو شمېر نوماندانو له لوري د ټاکنو احتمالي تحریم او له دولتي سرچينو نه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ناوړه ګټه اخيستل د ولسمشري نوماندانو د کمرنګو ټاکنیزو مبارزو لاملونه دي.

رشید زیاتوي، یو شمېر نوماندان د ټاکنو په کولو کې د احتمالي خنډ له راتلو نه هم وېره لري او دغه موضوع هم د ټاکنیزو مبارزو د پیکه‌والي یو لامل یادوي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا اجراییوي رییس نعیم ایوب‌زاده هم د ټاکنیزو سیالیو د پیکه‌والي لامل، د نړیوالې ټولنې له لوري د ټاکنو په بهیر کې د بې‌باورۍ فضا رامنځته کېدل، په ټاکنو کې معامله او د ټاکنو کمېسیون له لوري د باور فضا رامنځته کولو نه موجوديت بولي.

د هغه په وینا، د سږ کال ولسمشري ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې کمرنګه او هیله بښونکې نه‌دي.

په ورته وخت کې د محمدحنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې ویاند محمد واعظي سلام‌وطندار ته وویل، په ټاکنو کې د روڼتیا نه موجوديت، په ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي امکاناتو نه د محمداشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ډلې ناوړه ګټه اخیستل او د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د حکومت  د لاسوهنو له کبله دغه ټیم خپلې ټاکنیزې سیالۍ په جدي توګه نهدي پیل کړي.

د واعظي په وینا، د سولې او اعتدال ټیم په پلان شویو ټاکنو کې سیالۍ ته نه‌دی چمتو.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وياند مرستيال ذبېح الله سادات وايي، دغه کمېسیون ټاکنیزو سیالیو ته لار هواره کړې او نوماندان باید د ټاکنیزو سیالیو د پراخولو په برخه کې هڅې وکړي، څو د افغانانو باور ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، پر نیوکو سربېره د ټاکنو کمېسیون د ولسمشري نوماندانو په ټاکنیزو سیالیو کې د هر نوماند له لوري د څه باندې څلور سوه میلیونه افغانیو مصرفول مشخص کړي، څو نوماندان خپلې ټاکنیزې سیالۍ په پراخه توګه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم دوه ورځې وړاندې دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم او د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله، په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي سرچينو نه په ګټې اخیستو تورنه کړه او جدي خبرداری يې ورکړ.

خو د دواړو ټاکنیزو ډلو غړیو له دولتي امکاناتو نه د ګټې اخیستو موضوع رد کړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.