Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63923
تاریخ انتشار : دوشنبه 14 زمری 1398 ساعت : 16:53:18

وسله‌وال طالبان ټاکنيز کمپاينونه په نښه کوي

وسله‌والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشري ټاکنو مخه نيسي.

دوی ويلي، راتلونکې ټاکنې لکه د تېرو ټاکنو په شان له فرېبه ډکه پروسه ده او خلک نه بايد د مکارو سياسيونو په چلونو تېر وځي.

وسله‌والو طالبانو ټينګار کړی چې د ولسمشري ټاکنو ټاکنيزې سيالۍ به په نښه کړي او له خلکو يې غوښتي چې د ځان د ساتلو لپاره په ټاکنيزو سياليو کې ګډون ونه کړي.

همدارنګه يې له بهرنيو هېوادونو غوښتي، د دې پرځای چې د ولسمشري د ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته وکړي غوره ده چې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره کار وکړي. وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې د افغانستان ډېره خاوره د دوی تر کنټرول لاندې ده او که چېرې ټاکنې وشي هم نو ډېر کم خلک به په کې ګډون وکړي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د کورنيو چارو وزارت له دې وړاندې اعلان کړی و چې ټاکنو لپاره يې پوره چمتووالی نيولی او د هر ډول بريد مخه به ونيسي.

په داسې حال کې چې د ولسمشري ټاکنو ټاکنيزې سيالۍ کم رنګې بلل شوي خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم اعلان کړی چې د ټاکنو ترسره کولو ته يې پوره چمتووالی نيولی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.