Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63927
تاریخ انتشار : دوشنبه 14 زمری 1398 ساعت : 18:02:20

هرات کې چاودنه ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ایرکا خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د زمري ۱۴ مه ماښام د هرات ښار د حاجي عباس د سیمې اړوند په شلوغ بازار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو سرپرست فرزاد فروتن جمهور خبري آژانس ته و ویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي، خو د هرات د رغتون ډاکتر وايي، دوی ته ۳۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.