Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63930
تاریخ انتشار : چهار شنبه 16 زمری 1398 ساعت : 07:44:50

ايت‌الله محمداصف محسني خاورو ته وسپارل شو

شيعه مذهبه، مذهبي او جهادي مشر او د شيعه‌ګانو د اسلامي شورا رييس ایت‌الله محمداصف محسني تېره شپه د ۸۴ کلونو په عمر په کابل کې د ور پېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

محسني د افغانستان او اسلامي نړۍ يو منځلاری عالم و او نوموړي ټينګار کوه چې ښځې او سړي دې معاصرې زده کړې وکړي.

د ايت‌الله محمداصف محسني د مړينې په اړه په هېواد کې دننه او بهر يو شمېر غبرګونونه ښودل شوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د محسني مړينه د افغانستان او اسلامي نړۍ لپاره يوه لويه ضایعه ده او زياته کړې يې ده چې محسني يو لوی شخصیت و او د افغانستان لپاره يې په جهاد کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې.

اجراييه رياست هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي چې ايت‌الله محمداصف محسني د اسلامي نړۍ يو نوموتی، سپېڅلی او معظم جهادي رهبر او شخصیت و.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د ايت‌الله محمداصف محسني مړينه د افغانستان ديني ټولنې لپاره يوه ستره ضایعه ده او زياته کړې يې ده چې نوموړي د شوروي پر ضد جهاد کې مهم رول درلود.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې ایت‌الله محمداصف محسني مذهبي مشر، عالم او مشهور ليکوال و او د نوموړي مړينه د افعانستان لپاره يوه لويه ضایعه ده.

ایت‌الله محمداصف محسني د محمدميرزا محسني زوی چې په ۱۳۱۴ کال په کندهار کې زېږېدلی و، نن په کابل کې د خاتم‌النبين جومات کې خاورو ته وسپارل شو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.