Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63931
تاریخ انتشار : چهار شنبه 16 زمری 1398 ساعت : 07:45:33

د حکمتیار شکایت؛ ارګ یې پښتو مکتوبونه په دري ځوابوي

د حزب‌ اسلامي مشر او د ولسمشري ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، له ډېرې مودې راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمانونه او مکتوبونو په «پښتو» ژبه نه لیکل کېږي.

د نوموړي په وینا، کله چې دوی ارګ ته په پښتو ژبه مکتوب ولېږي، ځواب یې بېرته په دري فارسي ژبه ورته لېږل کېږي، خو که کله کوم مکتوب په پښتو ژبه لیکل شوی وي، ډېرې املايي تېروتنې لري.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په‌دې اړه چوپتیا غوره کړه او هېڅ یې و نه ویل.

ګلبدین حکمتیار چې د اوسني نظام پر وړاندې له څو کلنې جګړې وروسته یې له حکومت سره سوله کړې، څو ځله د خلکو له‌خوا پر قومي او ژبني تعصب تورن شوی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.