Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63939
تاریخ انتشار : جمعه 18 زمری 1398 ساعت : 10:36:33

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د چهارشنبې په ورځ (زمري ۱۶مه) په خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو د دې پلاوي هرکلي ته دافغانستان لپاره، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت ایرګاشیف هوايي ډګر ته ورغلی دی.

ښاغلي شاهین زیاته کړې ده، چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی به نن له لوړ پوړو  ازبکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو دې ویاند په دې اړه چې په کومو موضوعاتو به د طالبانو پلاوی له ازبکستاني چارواکو سره خبري وکړي، څه نه دي ویلي.

 سهیل شاهین په قطر کې د سولې د خبرو دوام په اړه وایي،

“په مذاکراتو کې تخنیکي ټیمونه په دوامداره توګه کار کوي. موږ کوښښ او دقت کوو چې  راتلونکې ته ستونزې پاته نه شي او افغانستان ته بیا څوک د مداخلې لاس را  اوږد نکړي”.

بل پلو د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر درې ورځې خبرو وروسته ډهلي ته د سیمه ییزې اجماع د رامتځته کېدو په موخه سفر کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.