Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63942
تاریخ انتشار : شنبه 19 زمری 1398 ساعت : 23:57:26

د آیت الله العظمی شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا مراسم په ارګ کې ترسره شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مرحوم آیت الله شیخ محمد آصف محسني د فاتحې او دعا په مراسمو کې چې نن تر غرمې مخکې د جمهوري ریاست د دلکشا ماڼۍ جامع جومات کې ترسره شول، ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د هېواد پر جمهوررئیس سربېره، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د کابینې یو شمېر غړو، د پارلمان وکیلانو، دولتي مقاماتو، د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا او د اهل تشیع علماوو شورا رئیسانو او یو شمېر غړو او د مرحوم آیت الله شیخ محمد آصف محسني پیروانو هم ګډون کړی وو.

جمهوررئیس غني او د فاتحې نورو ګډون کوونکو، د آیت الله شیخ محمد آصف محسني روح ته د دعا ترڅنګ، هغه ته د الله (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.