Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63943
تاریخ انتشار : شنبه 19 زمری 1398 ساعت : 23:59:22

د ازبکستان له لوري د طالب پلاوي تود هرکلی د افغان حکومت له تند غبرګون سره مخ شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان هېواد له لوري د طالب پلاوي دغسي رسمي هر کلی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینه سازۍ په مانا نه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي، د ازبکستان له خوا په رسمي توګه د طالبانو دا رنګه کوربتوب د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینه سازۍ ښکارندويي نه کوي.

 بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له  ګاونډیو هېوادونو څخه یې غوښتنه دا ده چې د سولې په روان بهیر کې د افغان حکومت او خلکو په مالکیت او مشرۍ د سولې خبرو ته درناوی وکړي.

افغان حکومت په داسی حال کې ازبکستان هېواد ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د تللي پلاوي پر تاوده هرکلي نیوکه کوي چې، طالب پلاوي ته ازبکستان هېواد د دې سفر په ترڅ کې وړاندیز کړی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب به هم ازبکستان وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.