Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63944
تاریخ انتشار : پنج شنبه 24 زمری 1398 ساعت : 10:42:15

سرور دانش: له طالبانو سره د سولې خبرې تر ټاکنو وروسته پیلیږي

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي حکومت له طالبانو سره تر ټاکنو وروسته د سولې خبرې پیلوي.

د ښاغلی دانش له رسنیز دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بشپړې شوې او په دغو خبرو کې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر اړوند مسئلو خبرې شوي دي.

نوموړي پر خپله فیسبک پاڼه لیکلي “د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو د استازو ترمنځ شوې خبرې په یادو دواړو غاړو پورې پر اړوند مسئلو ور څرخیدې په دغو خبرو کې د هیواد د سیاسي نظام پر شکل، اساسۍ قانون او د افغانستان د دولت پورې پر اړونده موضوع ګانو تر اوسه له طالبانو سره خبرې نه دي شوي او د افغانستان دولت په دې برخه کې د خبرو یو لوری دی”.

ښاغلي  دانش په داسي حال کې  دغه څرګندونې کړې، چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د خبرو اتم پړاو نږدې دوه ورځې مخکې بشپړ شوی دی.

ټاکل شوې  د افغانستان د ولسمشرۍ  ټاکنې د سپتمبر په (۲۸- تلې۶) د مهال ویش له مخې و شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.