Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63945
تاریخ انتشار : پنج شنبه 24 زمری 1398 ساعت : 10:43:01

بامیانو کې د پولیسو دوو جګ پوړو صاحب منصبانو پر یوې مېرمنې جنسي تیری کړی

د بامیان ولایت د امنیې قومندانۍ پر دوو جګ پوړو صاحب منصبانو باندې د یوې ۲۵ کلنې میرمنې له لوري د جنسي تیري تور لګول شوی دی.

ځایي چارواکي وايي د دغې ښځې له خوا پر دغو صاحب منصبانو باندې د جنسي تیري تر ادعا وروسته د پولیسو دواړه تورن شوي صاحب منصبان له سیمې تښتیدلي دي د نیولو لپاره یې پلټنې او کوښښونه روان دي.

د بامیان امنیه قومندان جنرال محمد صادق مرادي ویلي، چې د دغې قومندانۍ دوه جګ پوړې صاحب منصبان د لوی اختر په دوهمه ورځ پر یوې ۲۵ کلنې ښځې باندې پر جنسي تیري تر تورن کیدو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

ښاغلي مرادي زیاته کړې چې یوې ۲۵ کلنې میرمنې ادعا کړې چې د بامیانو امنیې قومندانۍ د جلب او جذب قومندان او د پولیسو ټولۍ د قرارګاه قومندان د اختر په دوهمه ورځ د بامیانو امنیې قومندانۍ په میلمستون کې جنیسي تیري ورباندې کړې دي.

د بامیان امنیه قومندان زیاته کړې، چې د بیلابیلو ادارو یو ګډ پلاوی د دې پیښې د ارزونې او څېړنې لپاره جوړ شوي دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.