Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63947
تاریخ انتشار : پنج شنبه 24 زمری 1398 ساعت : 10:44:48

دافغانستان پوځیان باید خپله قوه استعمال کړی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی امنیتی ځواکونو ته سپارښته کړی ده چې دقوې کارول د امنیتی او دفاعی ځواکونو اصلی دنده ده او د سولې دتړون تر تصویبیدا پورې په جدی ډول خپلې دندې ترسره کړی.

ښاغلی غنی وویل چې د امنیتی ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د افغانانو لپاره ترسره کېږی.

ښاغلی غنی زیاته کړه: "تر هغې چې د سولې تړون د ملت له لوری تصویبېږی، د قوې استعمال زموږ د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو عمده وظیفه ده، ستاسو دنده دا نه‌ده چې راشئ وګورئ چې سیاسی بادونه په کوم لوری خوځېږی، بلکې ستاسو دنده د دهېواد ساتل دی او زه د خپل اعلی سرقوماندان صلاحیتونه تاسو ته انتقالوم چې تاسو تر وروستۍ دقیقې په عزت قوه استعمال کړئ."

هغه وویل د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې لپاره به واضح بین‌المللی تعهد وجود ولری او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې له طالبانو سره تر سولې وروسته د افغان امنیتی ځواکونو د منحلېدو ګنګوسې خپرې شوې وې او په قطر کې د طالبانو د مرکچی پلاوی یو غړی شیر محمد عباس ستانکزی له لوری ویل شوی و چې د افغان امنیتی ځواکونو له سره جوړېدو ته اړتیا ده، هغه څه چې نوموړی وروسته په رد کړه او د ده له خبرو ناسمه اخیستنه‌یې وبلله.

یادې موضوع په کور دننه د حکومت په ګډون د خلکو غبرګونونه راوپارول.

خو ولسمشر محمد اشرف غنی امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د راتلونکی په هکله به هېڅ ډول معامله نه‌کېږی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.