Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63949
تاریخ انتشار : پنج شنبه 24 زمری 1398 ساعت : 10:51:54

طالبانو دصدر ابراهیم د وژل کېدو په اړه د ګډ حکومت ادعا رد کړې

د ګډ حکومت چارواکو تېره شپه ادعا کړې وه، چې د طالبانو د نظامي کميسيون مشر صدر محمد ابراهيم د کندهار خاکرېز او شاه ولي کوټ ولسواليو ترمنځ دښته کې له خپلو ملګرو  سره په هوايي برید کې وژل شوی، خو طالبانو دغه ادعا په کله رد کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې د ګډ حکومت ادعا رد کړې ده.

ذبيح الله مجاهد ويلي، په رسنيو کې له خپرو شوو رپوټونو وروسته يې له صدر ابراهيم سره اړيکه نيولې او هغه ورته د خپل ژوند په اړه ډاډ ورکړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.