Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63951
تاریخ انتشار : شنبه 26 زمری 1398 ساعت : 17:18:58

د ایران پرضد جنګ د درستې سیمې د سوځیدا سبب کیږی

سید حسن نصر ا... د ایران پرضد د جنګ له اعلانه د امریکا ډډې کولو یو بریالیتوب وباله او زیاته یې کړه چی دا ثابتوی چی د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران پوځی قدرت ته متوجه شوی دی.

د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصر ا... په ۳۳ ورځنی جنګ کی د حزب ا... د بریالیتوب په  ۱۳ کلیزې کې د دغه بریالیتوب په مبارکی ویلو سره وویل ایران د امریکا د جاسوسی الوتکې په نسکورولو او د برتانوی کشتۍ په درولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چی شجاعت لری .

سید حسن نصر ا... د ایران پرضد د جنګ له اعلانه د امریکا ډډې کولو یو بریالیتوب وباله او زیاته یې کړه چی دا ثابتوی چی د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران پوځی قدرت ته متوجه شوی دی .

سید حسن نصر ا... اسرایلیانو ته په خطاب کی وویل که لبنان ته راشئ نو د اسراییلو د لښکرونو تباهی به ژوندی خپره شی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.