Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63953
تاریخ انتشار : شنبه 26 زمری 1398 ساعت : 17:28:30

د حضرت امام هادی علیه سلام نیکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وی

نن د ۱۴۴۰ هجری قمری کال د ذی الحجې ۱۵ چی د ۲۰۱۹ میلادی کال د اګست له ۱۷ نیټې سره سمون خوری ، د شیعیانود لسم امام حضرت امام علی النقی (ع)د نیکمرغه زوکړې ورځ ده.

حضرت امام علی النقی علیه سلام په  ۲۱۲ قمری کال کی مدینې ښار سره نږدې دنیا ته سترګې رڼې کړې .

حضرت امام علی النقی علیه سلام د خپل ګران پلار حضرت امام محمد تقی علیه سلام له شهادته وروسته د مسلمانانو د مشری مسولیت پرغاړه واخیسته . د حضرت امام علی النقی علیه سلام له مشهور القابو یو لقب هادی دې چی د هدایتونکی په معنا دې .

امام هادی علیه سلام د ریښتونی  اسلام دځلانده څیرې په معرفی کولو کی ډیره هڅه وکړه . حضرت امام علی النقی علیه سلام د بیلا بیلو عقیدتی ، فکری او یا اجتماعی مسلو په اړه د بحث لپاره ډیرې غونډې ترسره او په دغو غونډو کی یې ډیرو پوښتنو او مطرح شویو  شبهو ته ځوابونه وویل . د علم و ادب ګڼ شمیر عالمان به د امام هادی علیه سلام خدمت ته ورتلل او هغه حضرت د علم او پوهې له سمندره به یې ګټه پورته کوله . امام علی النقی علیه سلام په درستو انسانی صفتونو ، اخلاقو او فضیلت کی د کمال په حد کی وو .


د امام نقی علیه السلام ځينې کرامات

له امام هادي عليه السلام ډير کرامات پاتې دي چې د تاريخ په کتابونو کښې ليکل شوي او د ټولو وړاندې کولو ته يو ځانته کتاب پکار دي. زۀ دلته د هغوي په څو کرامتونو ځغلند غوندې نظر کوم.


1: په وړوکوالي کښې امامت او لار ښوونه:
لکه څنګه مې چې مخکښې هم اشاره وکړه، امام هادي عليه السلام د خپل ګران پلار له شهادته وروسته په اتۀ کلنۍ کښې امامت ترلاسه کړ او دا په خپله د هغوي له روښانه کراماتو څخه ده ځکه چې ديو اسې مقام او لوئې مسئوليت او دندې سمبالول چې الهي دنده ده، نۀ يوازې د ماشومانو بلکې د ډيرو لويو له لاسه هم نۀ کيږي. او دې ته په پام سره چې د هغه وخت مسلمانانو او د امامانو منوونکو به د يو امام له شهادته وروسته په بيلا بيلو مسئلو کښې بل امام ته رجوع کوله او کله کله به ئې هغه ازمايلو، همداراز د امام هغه خپلوان او علويان چې لوئې وو، د امام کور ته ئې تګ راتګ درلود او له امام سره ئې ګډ ژوند درلود. نوناممکنه وه چې يو وړوکي ماشوم د خدائې پاک له تائيد او مرستې پرته او له خدائې سره له ارتباطه علاوه داسې لويه ذمه واري پوره کړې شي او ګرانو ګرانو پوښتنو ته سم ځوابونه وويلي شي. او بله دا چې دا خو هر يو کس کولې شي چې پوهه شي چې ايا دا يو معمولي سړي يا ماشوم دي او که نۀ رهبر او لارښود دی او بل مقام لري.


2: د واثق د مرګ خبر:
خيران اسباطي وائي له عراقه مدينې ته لاړم او د امام هادي عليه السلام په خدمت کښې حاضر شوم. هغوي له ما وپوښتل چې واثق څنګه ؤ، ومې ويل روغ رمټ ؤ او ما ته ئې ښه پته ده ځکه چې اوس اوس له هغۀ راغلې يم. امام وفرمايل: خلق وائي چې هغه مړ شو. کله چې امام دا خبره وکړه نو پوهه شوم چې د خلقو نه د هغۀ مطلب خپل ځان دی. بيا ئې ماته وويل متوکل څۀ کول؟ ومې ويل: په بند کښې په ډير بد حالت کښې ؤ. وې فرمايل: هغه به خليفه وي. بيا ئې وفرمايل: ابن زيات څۀ کول؟ ومې ويل بس د هغۀ خبره چليده او خلق ئې ټول ملګري وو. وې فرمايل: مشري او واکمني هغۀ ته سپيرۀ ده. بيا لږ غلی شو او وې فرمايل: د خدائې پاک د احکامو له اجرا او تقديره تيښته نشته. اي خيرانه! واثق مړ شو، جعفر متوکل د هغۀ ځائې ونيو او ابن زيات ووژل شو عرض مې وکړو: کله؟ وې فرمايل ستا له راوتلو شپږ ورځې پس. او څو ورځې پس د متوکل قاصد مدينې ته راورسيد او قيصه هماغه شان وه، څنګه چې امام فرمايلې وه.[1]


3: په ترکۍ ژبه خبرې:
ابو هاشم جعفري وائي کله چې د واثق د لښکر سرخيل بغا د عربو د نيولو لپاره له مدينې تيريدۀ نو زۀ هلته ؤم. امام هادي عليه السلام مونږ ته فرمايل: راځئ چې د دې ترک لوښي لرګي وګورو. بهر راووتلو او ودريدو د ترک سپايان زمونږ په خوا کښې تير شول او بيا ترک راورسيدۀ. امام ورسره په ترکۍ ژبه خبرې وکړې. هغه له اسه راکوز شو او د امام پښې ئې ښکل کړې.

ابو هاشم وائي: ترک ته مې قسم ورکړو چې تاته ئې څۀ ووئې؟ ترک تپوس وکړو دا سړي پيغمبر دی؟ ومې ويل: نه. وې ويل: ماته ئې هغۀ نوم واخستو چې په وړوکوالي به په خپل کلي کښې راته خلقو اخستلو او تراوسه له دغې نامې څوک هم خبر نۀ وو.[2]


4: د زمرو تواضع
اهل سنت عالم شيخ سليمان بلخي قندوزي په خپل "ينابيع المودة" کتاب کښې ليکي: مسعودي رانقل کړې ده چې متوکل حکم ورکړ چې درې زمري د هغۀ ماڼې ته راولي. بيا ئې امام ته بلنه ورکړه کله چې امام ماڼۍ ته ننوت نو دوي ورپسې وربند کړ او زمري ئې ورپريښودل. خو زمري چې کله امام ته ورنزدې شول نو سرونه ئې ټيټ کړل او د امام په پښو کښې پريوتل او امام ورسره په خپل لستوڼي سره مينه وکړه. بيا امام بلې کوټې ته لاړ او متوکل ورته راووتلو. له متوکل سره ئې خبرې وکړې او يو ځل بيا د زمرو په لاره له ماڼې ووتلو. متوکل ته چا ووئې چې ستا د ترۀ ځوې (امام هادي عليه السلام) سره خو زمرو ډير ښۀ سلوک وکړو تۀ نۀ ورځې؟ وې ويل: تا جوړ زما مرګ ته اړولې ده،بيا ئې حکم ورکړ چې دا قيصه څرګنده او اشوه نۀ شي.[3]


5: د امام عظمت او هيبت:
اشتر علوي وائي: له خپل پلارسره د متوکل په کور کښې ناست ؤم او لا وړوکې ؤم. د ابو طالب عليه السلام، عباس او جعفر د کورنۍ ځينې کسان هم موجود وو. امام هادي عليه السلام راننوت د متوکل په کور کښې ټول کسان د هغۀ عزت او احترام ته پاڅيدل او سوارۀ له اسونو راکوز شول. ځينو کسانو خپلو ملګرو ته وويل چې ولې دې کس ته پاڅيدو، حال دا چې نۀ تر مونږ زيات عزت او شرافت لري او نۀ ئې عمر تر مونږ زيات دي دا ځل چې راشي نو بلکل ورته نۀ پاڅو. ابو هاشم جعفري چې هلته موجود ؤ، وويل په خدائې قسم کله ئې چې ووينئ نو په خپله به ئې عزت ته پاڅئ. څو شيبې نۀ وې تيرې چې امام د متوکل له کوره راووت کله چې پرې د موجودو کسانو نظر پريوت نو ټول ئې احترام ته پاڅيدل. ابو هاشم ورته وويل: تاسو خو وې چې نۀ به پاڅو؟ وې ويل په خدائې قسم ځانونه مو کنټرول نۀ کړې شول او بې اختياره پاڅيدو.[4]


6: د ګاونډي د ستونزې هوارول:
يونس نقاش په سامرې کښې د امام هادي عليه السلام ګاونډی ؤ او تل به امام ورته راتللو او دهغوي خدمت به ئې کولو. يوه ورځ امام ته په لړزانه راغي او وې ويل اي امامه! تا سو ته وصيت کوم چې تر ما ورسته زما له کورنۍ سره نيک چلند وکړئ. امام وفرمايل: څۀ شوي دي؟ عرض ئې وکړو: مړينې ته تيار شوی يم. امام په مسکا سره وپوښتل ولې؟ وې ويل: عباسي قوماندان او جرنيل موسي بن بفا ما له يو غمي راکړی ؤ چې انځور پرې جوړ کړم. غمي دومره قيمتي ؤ چې تر اوسه مانۀ ؤ ليدلي، کله مې چې پرې انځورونه پيل کړه نو غمي مات او دوه ټوټې شو. سبا له به موسي بن بفا راځي چې خپل غمي يوسي. نو موسي بن بفا خو به مې يا زر متروکې ووهي يا به مې مړ کړي. امام وفرمايل: کور ته لاړ شه انشاالله سبا له به صرف خير ووينې.

سبا له هماغه وخت يونس چې رنګ ئې زيړ ؤ، امام ته راغي او وې ويل د موسي بن بفا استازي راغی او ګوتمه غواړي. امام ورته په خندا سره وويل: هغۀ له ورشه او څۀ چې درته وويل هغه واوره. که خدائې کوله نو خير خيريت دی. يونس لاړ او په خندا او خوشحالۍ سره راستون شو او عرض ئې وکړو: اي مولا! کله چې هغۀ له ورغلم نو راته ئې وويل چې زما دوو وړو لوڼو په دې غمي په خپلو منځو کښې جنګ وکړ نو که ممکنه وي دا دوه ټوټې کړه (او ددې کار انعام به هم درکړم) امام هادي عليه السلام د خدائې شکر وکړو او يونس ته ئې وفرمايل: تا ورته څۀ ووئې؟ عرض ئې وکړ ومې ويل مهلت راکړه چې لږ څۀ سوچ کړم چې دا کار څنګه ممکن دي؟[5] وې فرمايل ښۀ ځواب دې ورکړ.


7: د ابو هاشم مرسته:
ابو هاشم جعفري وائي: يو ځل سخت غريب شوم او د تنګ لاسۍ په وجه امام هادي عليه السلام ته ورغلم او چې کله ئې اجازت راکړ نو کښيناستم وې فرمايل: اي ابو هاشمه! خدائې چې تاته کوم نعمتونه درکړي دي په هغو کښې د کوم نعمت شکر کولی شې؟ زۀ غلی شوم او ځواب راسره نۀ ؤ. امام په خپله وفرمايل: خدائې پاک تا ته ايمان درکړ او په دې ئې د دوزخ له اوره وساتلې. خدائې درته روغ صورت درکړ او تا سره ئې په خپل اطاعت کښې مرسته وکړه، او خدائې تاته قناعت درکړ او ستا عزت ئې خوندي کړ. بيا ئې وفرمايل: اي ابو هاشمه! ما دا خبرې ځکه وکړې چې ګمان کوم تۀ غواړې ماته د هغه چا شکايت وکړې چې دا ټول نعمتونه ئې درباندې لويلي دي. زۀ غواړم چې تاته سرو زرو سل ديناره درکړم. هنه دا واخله.[6]
__________________________________________________________
[1]  . الفصول المهمه ابن صباغ مالکي ص279
[2]  . اعلام الوری ص359
[3]  . احقاق الحق ج12 ص 452،451
[4]  . اعلام الوری306
[5]  . بخار الانوار ج50 ص 125،126
[6]  . بحار الانوار ج 50ص 129


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.