Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63955
تاریخ انتشار : يکشنبه 27 زمری 1398 ساعت : 11:21:41

د کابل د ودونو په یوه تالار کې د تیرې شپې خونړي برید، ۶۳ کسان وژلي

کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړونده سیمه کې د شهر دوبي په نوم د ودنو په تالار کې تېره شپه ناوخته بمي چاودنې ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۲ تنه یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت  وياند نصرت رحيمي رسنیو ته ویلي چې د دغې پيښې په اړه پلټنې دوام لري او ژر به جزييات له رسنيو سره شريک شي.

قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه پیښه غندلي او یو وحشیانه عمل یې بللی دی.

ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر لیکلي: “دکابل په یوه هوټل کې دواده په مراسمو کې چاودنه یو ظالمانه او وحشیانه عمل دی، اسلامي امارت یې په کلکه غندي. پدې ویر کې له خپل ولس سره شریک دی”.

د دې برید مسولیت تر دې دمه چا او یا کومي وسله والې ډلې نه دی په غاړه اخیستی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.