Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63956
تاریخ انتشار : يکشنبه 27 زمری 1398 ساعت : 11:29:46

طالبانو د کابل ښار د ودونو تالار کې، د تېرې شپې خونړی برید وحشیانه او ظالمانه عمل بللی

قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه پیښه غندلي او یو وحشیانه او ظالمانه عمل یې بللی دی.

ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر لیکلي: “دکابل په یوه هوټل کې دواده په مراسمو کې چاودنه یو ظالمانه او وحشیانه عمل دی، اسلامي امارت یې په کلکه غندي. پدې ویر کې له خپل ولس سره شریک دی”.

د وسله والو طالبانو بل ویاند ذبح الله مجاهد وایي په ملکي خلکو ښځو او  ماشومانو برید هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري.

ښاغلي مجاهد پر خپل ټویټر ویلي:” اسلامي امارت د کابل ښار په یو هوټل کې په ملکي خلکو چاودنه کول او هغوی ته تلفات اړول په کلکه غندي، دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري”.

بل پلو د کورنیو چارو وزارت ویلی، د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړونده سیمه کې د شهر دوبي په نوم د ودونو په تالار کې تېره شپه ناوخته بمي چاودنې ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۲ تنه یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت  وياند نصرت رحيمي رسنیو ته ویلي چې د دغې پيښې په اړه پلټنې دوام لري او ژر به جزييات له رسنيو سره شريک شي.

د دې برید مسولیت تر دې دمه چا او یا کومي وسله والې ډلې نه دی په غاړه اخیستی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.