Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63957
تاریخ انتشار : يکشنبه 27 زمری 1398 ساعت : 12:30:22

غني: امنیتي ځواکونه به له جنایت کاره تروریستانو څخه د بې ګناه وګړو د هر څاڅکي وینې غچ واخلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د تېرې شپې خونړي برید په غبرګون کې په ټینګار سره ویلي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به له جنایت کاره تروریستانو څخه د بې ګناه وګړو د هر څاڅکې وینې غچ واخلي او د دې پیښې د عامیلینو د ځپلو او موندلو لپاره به ټولو امکانات په کار واچوي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي:”طالبان د ودونو په تالار کې د تېرې شپې خونړي برید په غندنې سره، ځانته برائت نشي ورکولی، ځکه هغوي پخپله د ترهګرو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړې ده”.

ولسمشر غني اړونده مسولینو ته جدي لارښوونه کړې چې د دې غمجنې او خونړۍ  پیښې په اړه هر اړخیزې پلټڼې ترسره، او د دې ترڅنګ دې د پیښې ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته پوره پاملرنه وکړي.

ولسمشر غني دغه برید غندلی د قربانیانو له کورنیو سره یې د همدردۍ، غمشریکۍ او  خواشینۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید د دغسې وحشیانه او بشر ضد اعمالو پر وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.