Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63966
تاریخ انتشار : پنج شنبه 31 زمری 1398 ساعت : 18:51:40

د حضرت امام موسی کاظم ع د نیکمرغه زوکړې په مناسبت زمونږ مبارکی ومنئ

نن د زیارت یا  پنجشنبې ورځ د ۲۰۱۹ میلادی کال د اګست دمیاشتې ۲۲ او د۱۴۴۰ هجری قمری کال د ذی العجې دمیاشتې ۲۰ نیټه ده چې د شیعه مسلمانانو د اوم(۷) امام حضرت موسی کاظم علیه السلام له نیمکرغه زوکړې سره سمون خوری.

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د۱۲۸ هجری قمری کال د ذی الحجې دمیاشتې په ۲۰ نیټه د مکې او د مدینې ترمینځ په «ابوا» نومې  کلی کښې وزیږید.

هغه حضرت د خپل ګران پلار او دشپږم (۶) امام حضرت جعفر صادق علیه السلام له شهادت وروسته د مسلمانانو مشرۍ پرغاړه واخیستله.

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په علم ، خاکسارۍ ، د صدقو په ورکولو ، سخاوت او بخښنې کښې ځانګړی شهرت درلود او هغه د خپل ګران پلار حضرت امام جعفر صادق علیه د سنتونو د احیا او د روایتونو ، حدیثونو او د احکامو په راټولولو  او د شیعه مسلمانانو په لارښونې او هغوې ته دعلم په ورزده کولو سره حقیقی اسلام چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د شپږم (۶) امام په تعلیماتو او هڅو  سره یې نظم او پیاوړتیا موندلی وه وساته او هغه یې نور هم پسې پیاوړی کړ.


د امام موسی کاظم علیه ا لسلام سخاوت او بخښنه
امام موسی کاظم عليه السلام دنيا مقصد او موخه نۀ ګڼله او که څه مال به لاس ته ورتللو نو غوښتل به يې چې له چا سره پرې مرسته وکړي، څوک غمجن پرې خوشاله کړي يا وږې پرې موړ کړي.

محمد بن عبد الله بکري وائي: له مالي نظره سخت خراب شوې ؤم او د قرضې لپاره مدينې ته لاړم. هرې خوا ته چې مې سر ووهلو فائده يې ونۀ کړه او ډير ستړی شوم. له ځان سره مې وويل ښۀ ده چې امام موسی کاظم عليه السلام ته ورشم او له خپل حاله احواله يې خبر کړم. په پوښتنه مې هغه مبارک د مدينې په خوا کښې په يو پټي کښې په کار مشغول پيدا کړو.امام زما د ميلمستيا لپاره رامخکښې شو او ډوډۍ مو په ګډه وخوړه. له ډوډۍ ورسته يې تپوس وکړو: له ما سره دې څۀ کار ؤ؟ قيصه مې ورته واوروله، پاڅيد د پټي په خوا کښې يوې کوټې ته ورغی، له ځان سره يې درې سوه د سرو زرو ديناره راوړل او ما ته يې راکړل. زۀ په خپل اس او د قسمت په اس راسور راستون شوم.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.